خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د فیصل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې فیصل لوبډلې د ٣١ پر ٢٩ نمرو په توپیر خپلې سیالې ساجد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
