کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
