زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د استاد نوري کلب ورزشکارانو د استاد عبیدالله کلب ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
