هلمند؛ په ګرشک ورزشي جمنازیوم کي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۲
هلمند؛ په ګرشک ورزشي جمنازیوم کي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ګرشک ولسوالۍ په ګرشک ورزشي جمنازیوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دغو سیالیو پایلوبه د ازاد او مات قاضي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې ازاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې يادې ژمنۍ سیالۍ ۲۵ ورځې وړاندې پيل شوې وې او تېره ورځ پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۰
Background image

زابل؛ قلات ښار کې د اتليتک ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۱۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې ۶ تنه غوره ورزشکاران راتلونکو ۲۰۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۲۷
Background image

زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فرزبي سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فرزبي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فرزبي سيالۍ د قدرت لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۲۵
Background image

زابل کې د‌ ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سبک سيالۍ. . .

BACK TO NEWS