ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې یې ۷۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
