میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۲ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې له دوو کلیو د ۵۲ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې آدم خېلو کلي د ۱۰۳ پر ۷۷ نمرو په توپیر خپلې سیالې ذاکر خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
