کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې دوه اخراوالاقه اعلان شول، چې لومړی اخراوالاق عبدالسلام ايماق پهلوان او دويم اخراوالاق مطيح الله خان ناظري پهلوان د حلال تر دایرې ورسوه او د ډالیو گټونکي شول.

دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۱
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليګ سياليو پر دوام

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليګ سياليو پر دوام، په اوومه ورځ د قوشتېپې او ستاره ها لوبډلو او همداراز د اخوت او فتح لوبډلو د ۲۰ جوړو څلوېښتو پهلوانانو ترمنځ، چې په هره لوبډله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۷:۵۹
Background image

غزني؛ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د فوټبال لوبغالي مصنوعي چمن پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د غزني ولایت د فوټبال لوبغالي مصنوعي چمن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادې پروژې موخه د ورزشي تاسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۷:۵۷
Background image

د بغلان په کوربتوب د اوو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د اوو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې. . .

BACK TO NEWS