پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۶:۲۴
پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ د يوسف خېلو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې يوسف خېلو ولسوالۍ لوبډلې د ۸۴ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، يوسف خېلو ب لوبډلې د ۸۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او زيړي گل لوبډلې د ۸۰ امتيازونو سره درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د کوچني اختر د لمانځلو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۴۱
Background image

کابل؛ سرې مياشتې لوبډلې د افغانستان واليبال پنځم پړاو غوره ليګ کې درېيم مقام وګاټه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لس لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې سرې مياشتې لوبډلې درېيم مقام ترلاسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۳۹
Background image

د فوټبال فدارسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د فیفا له رئیس جیاني انفانتینو سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اذربایجان هیواد په کوربتوب د فوټبال نړیوال فیسټوال په څنډه کې د فیفا ( فوټبال نړيوال فدراسیون) له رئیس جیاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۳۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې ۲۰۰ تنو ته د ديني وړتيا لوړونې سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري او د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې ۲۰۰ تنو ته د ديني وړتيا. . .

BACK TO NEWS