خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د باک خاورین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې باک خاورین لوبډلې د ٣٥ پر ٢٣ نمرو په توپیر خپلې سیالې صبریو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
