کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۲۲
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ اړوند ايسکي سيمه کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو پر امام صاحب ولسوالۍ سربيره له قلعه زال، خان آباد او کلباد ولسوالیو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د بېلابېلو چمتو شویو ډالیو گټونکي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS