د کورش تر ۱۸ کلونو کم عمره ورزشکارانو د کورش سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه وګټل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۱۱
د کورش تر ۱۸ کلونو کم عمره ورزشکارانو د کورش سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه وګټل

د پهلوان محمود خوارزمي په یاد د کورش پنځم پړاو اسیا جام نړۍ والو سیالیو کې عبدالمعروف محسني کوریایي سیال ته او روح الله نظري په قزافي سیالی ته ماته ورکړه او د برونزو مډالونه یې وګټل.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ درې ورزشکارانو او یو روزونکي ګډون درلود.

یادې سیالۍ تر شلو ډېرو هېوادنو په ګډون د ازبکستان په کوربه توب په اورګڼج ښار کې د روانې میلادي پر ۱۸مه پیل شوې او نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS