ميدان وردګ؛ په نرخ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسيون له لوري د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ، د خان جان خېلو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پایلوبه د خانجانخېلو الف او خان جان خېلو ب لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې خان جان خېلو الف لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
