بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهی ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۲۵ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
