د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده
د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.
افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه کې راتلونکې جمعه( د غويي ٢٥مه) له تاجکستان سره سیالي وکړي.
یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربه توب په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ١٢مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ١٩مې به دوام وکړي، چې افغانستان د ترکمنستان، ازبکستان، قرغيزستان او تاجکستان لوبډلو سره سیالۍ لري.
