ارزگان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کی د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالی کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خوردي الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې خوردي الف لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سيالې مرکزی الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
