کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۳۸
کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د منورې ولسوالۍ په کوټ سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د کونړ مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کونړ مرکز او ماموند زلمي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ماموند زلمي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷۷ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کونړ مرکز لوبډلې ياد هدف په ۵م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ويکټو په توپير وگټله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS