کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۲۲ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شویو ډالیو گټونکي شول.
