ننګرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چکنور اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چکنور اتحاد لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې چکنور رحمتوالو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
