ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۵۷
ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له‌ لوري په چک ولسوالۍ کې د ميدان وردګو ولايت په کچه د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ د شاهد بدلون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پايلوبې ليدو ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د لوګر ولايت امينه قومندان ملا فریدالله عمر، د دغه ولايت ورزشي امر زبيح الله وهاج، قومي مشرانو، ځوانانو او د واليبال ورزش زرګونو مينوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو پايلوبه د شاهد بدلون او چک ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په‌ پايله کې شاهد بدلون لوبډلې، خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲- ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ د اختر په دويمه ورځ پيل شوې وې او نن پای ته ورسېدې، چې په کې لومړي، دويم او درېيم مقام ته نقدي ډالۍ او د اتلولۍ کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۳
Background image

د پهلواني لومړي پړاو غوره لیګ درېیمه ورځ هم د زرګونو تماشه چیانو په ګډون پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ دوه ورځې وړاندې د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۰ غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

په یادو سیالیو کې له ۵۷ کیلو ګرام وزن څخه تر ۱۲۵ کیلو ګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

BACK TO NEWS