بدخشان؛ د ارغنج خوا ولسوالۍ په شيوه دښته کې د وزلوبې څلورم پړاو ټورنمنټ د راغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د بدخشان ولايت د ارغنج خوا ولسوالۍ په شيوه دښته کې له مرکز او ولسواليو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې څلورم پړاو ټورنمنټ د راغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ په دوو ګروپونو ويشل شوې وې، چې په پايلوبه کې راغ لوبډلې خپلې سیالې ممتاز بدخشان لوبډلې ته د ۳/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد پړاو اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون رئیس حاجي غلام سرور جلال، د ياد فدراسيون رهبري غړو، دوديزو سياليو مسوولینو، چاپندازانو او مينوالو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار د بدخشان ولايت د ميلمه پالنې مننه وکړه او دغه پړاو سياليو ترسره کېدل د ورزش ادارې لپاره يو افتخار وباله او د وزلوبې ورزشي څانګه يې د افغانستان خلکو د فرهنګ، ملي هويت، يووالي او زړورتيا نښه ياده کړه.
همدارنګه ښاغلي افتخار اتلې راغ او دويم مقام ګټونکې ممتاز بدخشان لوبډلو، غړو او روزونکو ته مبارکي وويل.
په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري لومړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته موټر، موټرسايکل او نغدي ډالۍ ورکړل شوې، همدارنګه غوره چاپندازان، د لوبډلو مسؤلین او د سياليو برابرونکي وستايل شول.
