په افغانستان کې د لامبو وهلو فدراسیون تاریخچه

Afzal-af
په افغانستان کې د لامبو وهلو فدراسیون تاریخچه

لامبو وهل یو له پخوانیو لوبو څخه ده چې اوس یې ځانګړی اهمیت پيدا کړی ځکه چې په لامبو وهلو کې د بدن ټول عضلات برخه لري.

د اسلام سپيڅلي دين د لامبو وهل يو له هغو ورزشونو څخه بللي چې هر مسلمان يې بايد زده کړي، په پخوانيو زمانو کې سيندونه، ويالې د لامبو وهلو لپاره کارول کېدې لومړی حوض په ۱۵۲۴ کال کې د بابرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شو، چې هلته شاهي چارواکو لوبې کولې.

په هغه وخت کې سیالي دا وه چې د څو دقیقو لپاره د اوبو لاندې ډوب شي او په لنډ وخت کې له یوې خوا څخه بلې خوا ته ځان ورسوې او یا یو ټاکلی شی د اوبو لاندې ومومي په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې د حوضونو په جوړولو سره د لامبو وهل په مسلکي شکل کې جوړه شوه د باغ بالا حوض، د سیلو حوض، د اردو د تخنیکي ریاست حوض، مکروریان حوض، انټرکانټینینټل حوض، د عسکري کلوب حوض، د سپورت کلپ حوض او د پولي تخنیک حوض، دا هغه حوضو نه وو چې یوازې په دوبي کې یې فعالیت درلود.

دغه فدراسیون په ۱۳۸۳ کال کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک د ملي کمیټې سره په رسمي ډول ثبت شو چې مشري یې مرحوم صوفي محمد علي شناور کوله، په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له خوا د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو په ترسره کولو سره قاسم علي حمیدي د مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره وتوانید چې د لامبو وهلو د فدراسیون د رئیس په توګه د څلورو کلونو لپاره وټاکل شي.

د هېواد د لامبو وهلو فدراسیون په هلو ځلو د اوبو حوضونه په معیاري ډول جوړ شول او دې ډګر ته ورځ په ورځ وده وکړه او دغه فدراسیون وکولای شول چې په کابل ، هرات، بامیان ، کندهار ، سمنګان ، فراه او دایکندي ولایتونه کې فعال دي او د ورزشکارانو شمیر یې زرګونو ته رسیږي

د دغه فدراسیون د ملي لوبډلې د غړو شمېر ۲۰ لوبغاړو ته رسېږي.