پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملنګ بکخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ملنګ بکخېل لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې هستي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ.
