کابل کې د ٨٠ لوبغاړو په ګډون د فوټسال ملي لوبډلې ټاکنیز کمپ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۷:۵۳
کابل کې د ٨٠ لوبغاړو په ګډون د فوټسال ملي لوبډلې ټاکنیز کمپ پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د فوټسال ملي لوبډلې نوي ګومارل شوي روزونکي دژان ددویچ تر روزنې لاندې په پلازمېنه کابل کې د ٨٠ لوبغاړو په ګډون ټاکنیز کمپ پیل شو.

د دغه کمپ د پیل په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ورزش ادارې او د فوټبال فدراسیون فنی مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د فوټبال فدراسیون او فوټسال کمېټې رهبري غړو ګډون کړی و.

د دغه کمپ په پیل غونډه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ورزشکاران د افغانستان د خلکو لپاره الګو وبلل او هیله یې وښوده چې په راتلونکو نړۍوالو سیالیو کې هم د افغانستان ښه استازیتوب وکړي.

ښاغلی وثیق همداراز د لوبډلې له رهبري وغوښتل چې ورزشکارانو ته دې هر ډول امکانات چمتو کړي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې ورزش اداره تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ کوي او هر ډول ملاتړ او لاسنیوي ته یې چمتو ده.

ټاکل شوې چې یاد کمپ به هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي، چې ٢٥ ورځې به دوام وکړي او په پای کې به غوره لوبغاړي د هېواد په کچه د فوټسال الف لو ب لوبډلو ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۵
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS