ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هزار ناو سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هزارناو سوپر سټار لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر خپلې سیالې ډکه دوست لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
