غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۴
غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د سردې بند اتلانو لوبډلې خپلې سيالې شلګر ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو او لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۲۲:۳۸
Background image

افغان ووشو کارانو د دوو مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول او د ورزش ادارې له لوري يې تود هرکلی وشو

د ووشو شانګهای سازمان اسیایي سیالیو څخه مډال ګټونکي افغان ورزشکاران شهزاده صافی او خالد هوتک هېواد ته راستانه شول او د ورزش ادارې له لوري يې تود هرکلی وشو.

د ښه راغلاست په دغو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۲۲:۲۹
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزښ آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٨ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۲۲:۲۵
Background image

پکتیا کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د اوسپورت سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه د نويو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS