د ژمني المپیک لوبې

Afzal-af
ژمني المپیک لوبې

ژمني المپیک په اصل کې د یخ او واورو سپورتونو ته ویل کیږي چې هر څلور کاله د ژمي په جریان کې ترسره کیږي.

دا د المپیک لوبې، لکه د اوړي د المپیک په څیر، د المپیک نړیوالې کمیټې (IOC) تر څارنې لاندې ترسره کیږي.

تاریخ

کله چې د المپیک نړیواله کمیټه (IOC) په 1894 کې تاسیس شوه، د یاد المپیک لپاره یې د وړاندیز شوي سپورتونو څخه یو پر یخ باندې سکیټ کول و.

پر یخ باندې سکیټ کول تر 1908 پورې په المپیکي سیالیو کې ځای نه درلود دا ورزش په رسمي ډول د لومړي ځل لپاره د 1908 لندن المپیک کې د اوړي د المپیک سیالیو کې شامل شو.

درې کاله وروسته، د ایټالیا شهزاده، اوجنیو برونتا دوسیو ، د المپیک کمیټې ته وړاندیز وکړ چې په سټاکهولم کې د 1912 د دوبي المپیک څخه یوه اونۍ ژمنۍ لوبو ته وقف کړي خو د لوبو تنظیم کوونکو د دغه ډول نظر سره مخالفت وکړ.

دا نظر څلور کاله وروسته په برلین کې د 1916 المپیک لپاره بیا مطرح شو، مګر دا ځل د لږ مخالفت سره مخ شو او هغه سپورتونه چې پدې اونۍ کې ترسره شول د سرعت سکیټ ، نمایشي سکیټ ، پر یخ باندې هاکي او سکی باندې الوت کول وو.

د 1920 بلجیم المپیک چې د لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې لومړنی المپیک و په دې المپیک کې د ژمي اونۍ شامله نشوه مګر پر یخ باندې سکیټ او پر یخ باندې هاکي کول په کې وشوې.

په ۱۹۲۱ کال کې د IOC کلنۍ کانګرس کې کمیټې پریکړه وکړه چې د 1924 المپیک لوبې چې د فرانسې په شامونی ښار کې ترسره کیږي، د نړیوالو ژمنیو لوبو ته به ځانګړي مراسم په پام کې ونیول شي.

د ژمي ورزشونو اونۍ د 1924 په لوبو کې ترسره شوه او د خلکو د ګرم ښه راغلاست مل شوه.

د 1925 کال په کانګرس کې، د المپیک نړیوالې کمیټې پریکړه وکړه چې د ژمي لوبې په جلا توګه د ژمني المپیک تر عنوان لاندې په هرو څلورو کلونو کې ترسره شي.

د 1924 شامونی المپیک د المپیک نړیوالې کمیټې لخوا د لومړي ژمني المپیک په توګه وپیژندل شو.

د ژمني المپیک د لوبو ډولونه

آلپاین سکي( واورینو غونډیو پر سر سکي کول)

بیاتلون (د سکي او نښه ویشتلو ورزشونو ترکیب دی)

بابسلد

په دښتو کې سکي کول

کرلینګ

نمایشي سکیټ

نمایشي سکی

د یخ پر سر هاکي

په (لېژ) یا د واورې په سر د ښویېدلو په وسیله سپرېدل.

دوه ګونی

لوی سلیپ

د لنډې لارې سرعت سکیټ

سکلټون

پر سکی الوتل کول

سنوبورډ

د سرعت سکیټ

سرچينې: د ویکې پیډیا څخه په ګټه اخیستلو سره