غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال بي ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال بي ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جانان جمپر لوبډلې خپلې سیالې جمبران لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش دودول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
