په افغانستان کې د فول رزم فدراسیون تاریخ

Afzal-af
په افغانستان کې د فول رزم فدراسیون تاریخ

فول رزم یو له جنګي هنرونو او تکتیکي لوبو څخه دی چې په اصل کې د ځان د دفاع ورزش دی، دا ورزش په افغانستان کې یو له هغو سپورتونو څخه دی چې د پام وړ مینه وال لری.

په افغانستان کې فول رزم ورزش د حسین نوروزي له خوا تاسیس شوی، دا سپورت په 2006 کال کی د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست سره د حسین نوروزی په مشری راجستر شوی.

په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له خوا د ورزشی فدراسیونونو د ټاکنو د بهیر په پیل سید حسین علمداري د 4 کلونو لپاره د دغه فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.

خو د فدراسیون د مشرتابه پلاوي د ستونزو له امله ښاغلی محمد طیب سخي د ورزشي فدراسیونونو تر ټاکنو پورې د دغه فدراسیون د رئیس په توګه غوره شو.

د فول رزم فدراسیون په کابل ، بلخ ، کندهار ، زابل ، هلمند ، خوست ، لغمان ، کاپیسا ، بامیان ، نیمروز ، تخار ، بدخشان ، کندز ، بغلان ، جوزجان ، فاریاب ، غزني و دایکندي ولایتونو کې فعالیت کوي.

دغه فدراسیون د خپل روزونکو لکه یعقوب علي محبي ، سخي نقي ، میرویس آشنا ، فیض محمد یوسفي، سلیم سامع ، حکیم ، سرور علی زاده ، سید غفار موسوي ، صادق هاشمي او سید ناصر حسیني په مټ د توانېدلی چې ګڼ شمېر زده لوبغاړي ورورني.

د فول رزم فدراسیون د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، په دې ورزش کې ۱۱ ملي روزونکي، ۹۹ ولایتي روزونکي، ۳۵ ملي لوبڅاران او ۹۸ ولایتي لوبڅاران د یاد فدراسیون په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د یادولو ده چې په دې لوبې کې ټولټال درې زره لوبغاړي خپل ورزشي چارې پر مخ وړي.

د ملي لوبډلې په غړو کې ۳۳ کسان د عمر په دریو کټګوریو کې شامل دي.

د فول رزم فدراسیون په بهرنیو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې لري د دې په منځ کې موږ کولی شو د سرو زرو 5 مډالونه، 3 د سپینو زرو مډالونه او 2 د برونزو مډالونه یاد کړو.