بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ليګ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې ستارګان لوبډلې لومړی او ياران لوبډلې دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
