پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمد حسن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محمد حسن لوبډلې له خپل ۱۹۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۵۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې عزت الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
