زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد شاروالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد شاروالي لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې هریرود لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
دا سیالۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
