هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خپلواک لوبډلې د شپږ ویکټو په توپیر خپلې سیالې عزیزي ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
