دایکندي؛ مرکز نيلي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېش ديارلسم پړاو سيالۍ وشوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېش ديارلسم پړاو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه ځوانانو ته سالمه تفرېح برابرول او د پانکرېش ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
