بادغیس کې له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټسال غوره لیګ پای ته ورسېد
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورززش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټسال غوره لیګ پای ته ورسېد.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې طلوع لوبډلې خپلې سیالې سوپر سټار لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ځوانو استعدادونو ته وده ورکول، د غوره ورزشکارانو موندل او نویو ځوانانو ته د سیالیو چمتو کول و، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
