کندز کې د ۱۳ ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۱۰
کندز کې د ۱۳ ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د کېک بوکسينگ ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۳ ولايتونو ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ورزش د ودې او اوړي جام په نوم د کېک بوکسينگ "لوکېنگ او فول کانټاکټ" سبکونو سيالۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د کابل په گډون له شمال او شمال ختيځ زون څخه ورزشکارانو په بېلابېلو عمري او وزني کټگوریو کې کې برخه اخيستې وه، چې په پايله کې يې کوربه کندز لومړی، بلخ دويم او تخار درېيم مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې د کېک بوکسينگ ملي فدراسیون روزونکو له لوري د هېواد ۱۳ ولايتونو ورزشکارانو ته د په لوکېنگ او فول کانټاکټ سبکونو کې يو روزنيز سيمينار هم ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS