د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه
د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي " اورمت سادېروویچ آسانبایف " په قبيله یي سیالیو کې د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه او پر اړوند مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د قرغیزستان هیواد د ورزش رئیس له ښاغلي مولوي احمد الله وثیق څخه مننه وکړه، چې د دوی بلنه یې ومنله او په نوموړیو سیالیو کې یې ګډون وکړ، نوموړي همداراز د افغان ورزشکاران ګډون هم د پاموړ وباله. په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ورزشي اړیکو هم خبرې وشوې.
نومېډیک ګېم یا قبیله یي سیالۍ د قرغیزستان هیواد په کوربتوب نن پیل شوې او د سپټمبر میاشتې تر ۶ مې به دوام وکړي، چې په دغو سیالیو کې به له افغانستان څخه هم په درېوو ورزشي رشتو( وزلوبه، کورش، زورخانه یي) کې نږدې ۲۵ تنه ورزشکاران ګډون وکړي.
