کابل کې د ۲۲۵ سوکوهونکو ترمنځ د سوکوهنې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولايت، د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د سوکوهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۲۸ کلبونو څخه د ۲۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د استاد عبدالغفور«رغبت» جام تر سرليک لاندې د سوکوهنې ۳۴م پړاو سيالۍ، چې د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې پيل شوې وې او درې ورځې يې دوام وکړ، پای ته ورسېدې.
په دې سياليو کې ورزشکارانو، په دوو عمري کټګوريو، ځوانانو او لويانو او په ۱۳ وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړې، چې په پای کې يې د هرې وزني کټګورۍ، لومړی او دويم مقام ګټونکي ورزشکاران د مسوولينو له لوري تقدير شول.
دغه سيالۍ، چې د سوکوهونکو د تجربې لوړاوي، د نويو څېرو موندلو او د سوکوهنې ورزش ته د ودې په موخه ترسره شوې، په پای مراسمو کې يې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مسوولینو، د ياد فدراسيون مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي وو.
