پکتیا؛ اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له کې د ياد ولايت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله يې کې ۲۸ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
