هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګرشک زلمیانو لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې څپاند لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
