کابل کې د ښوونځيو زده کوونکو ته د معلوماتي بروشورونو او پوسټرونو د وېش لړۍ پیل شوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۸
کابل کې د ښوونځيو زده کوونکو ته د معلوماتي بروشورونو او پوسټرونو د وېش لړۍ پیل شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د کابل ښار دوو ښوونځيو زده کوونکو ته ورزش د ټولو لپاره ( ورزش برای همه) تر عنوان لاندې د معلوماتي بروشورونو او پوسټرونو د وېش لړۍ پيل شوه.

دغه معلوماتي مواد د ورزش د ارزښت، ګټو او په ځانګړي ډول د اسلام او روغتیا له نظره د ورزش د اهمیت په اړه چمتو شوي، چې موخه یې زده‌کوونکو ته د ورزش د ارزښت او په ورځني ژوند کې د هغه د اړتیا په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.

د ويلو ده، چې ياده لړۍ د کابل ښار د احمد خان او استقلال عالي لېسو څخه پيل شوه، چې په ترتيب سره به د کابل ولايت ټولو ښونځيو ته ورسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۲۱:۴
Background image

پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ سوپر وايدي لوبډلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۲۰:۵۹
Background image

بغلان کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ياد ولايت د فوټسال کمېټې له لوري د مرکز پلخمري ښار په ورزشي جمنازيوم کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۲۰:۵۶
Background image

کندز کې د فوټبال سيالۍ د پيکان ارچي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د شاهي جام په نوم د. . .

BACK TO NEWS