خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ځدراڼ لوبډلې د درېیوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ترکي چلنجرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
