ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لور ي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او خوسي دودیزې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې د تیږې اچونې په سیالۍ کې رازګل لومړی، عبیدالله دویم او صفت الله بیا درېیم مقام خپل کړ او دغه راز په د خوسي په سیالۍ کې بیا عطأ الله لوبډلې بیا د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې رازګل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو بریا یې خپله کړه.
