سمنگان کې د ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له درېيو کلبونو څخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې.
د دې سیالیو په پای کې ورزشکارانو د خپلو ورزشي وړتیاوو او مهارتونو په ښودلو سره یو له بل سره سيالۍ وکړې او غوره ورزشکارانو په بېلابېلو وزنونو کې د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د کيک بوکسينګ ورزش ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو او نويو ځوانانو هڅول، د غوره استعدادونو موندل او د ورزشکارانو روحيه پياوړي کول و.
