زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ د ارغنداب، شاه ولي کوټ او کوربه ميزانه ولسواليو غېږنيونکو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د ميزانه ولسوالۍ غېږ نيونکو لومړی مقام خپل کړ.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
