د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه سیالي کې ویتنام ته ماته ورکړه
د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ اسیا جام ساحلي فوټبال اسیایي سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له ویتنام څخه د ٥ - ٢ ګولونه په توپیر وګټله.
افغان لوبډلې له دغو سیالیو خپلې لومړۍ دوه لوبې د ایران او لبنان پر وړاندې بایللې وې.
دغه سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب په فانګ نګا ښار کې د ١٢ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ١٨ مه پیل شوي او تر ٢٨ مې نېتې به دوام وکړي.
