پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خیر کوت ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یوسف خېلو اتفاق لوبډلې د ۴۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، یږسف خېل ولسوالۍ د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او یحیی خېل ولسوالۍ د ۳۸ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
