د هرات مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې له کابل، فراه، کاپيسا او هرات ولايتونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيک جيتسو سبک يوولسم پړاو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې هرات ولايت لومړی او فراه ولايت بیا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د کيک جيتسو ورزش ته وده ورکول، د ځوانو استعدادونو موندل او د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ اړيکې پياوړي کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
