هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٥ ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د پوهنې ریاست د ورزشي آمریت په ګډه همغږي د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٥ ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سازش لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سازش لېسې د ٥ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې رشد لېسې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زده کوونکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
