هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آزاد اتلانو او نوي ځوانانو لوبډلو ترمنځ د یو- یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
