په دایکندي ولایت کې د فوټسال سیالیو په دوام څلور سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۸
په دایکندي ولایت کې د فوټسال سیالیو په دوام څلور سیالۍ ترسره ش

دا سیالۍ چې د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا په مرکز نیلي کې پیل شوې لا هم دوام لري.

د دې سیالیو په دوام د تیره ورځ په لومړۍ لوبه کې د « شاهین سبز او جوانان مرکز» لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د « ۵ – ۱» پایلې سره جوانان لوبډلې وګټله، دویمه لوبه د « طوفان مرکزاو جوانان میش» لوبدلو ترمنځ وه چې د « ۱۰ – ۰» پایلې سره د طوفان لوبډلې په بري تمامه شوه، دریمه سیالۍ د« جهش صلح او امید میوند » لوبدلو ترمنځ وه چې د «۱۴– ۲» پایلې سره د جهش صلح لوبډلې وګټله او څلورمه سیالۍ بیا د « میوند نیلي اوهزارستان نوین » لوبدلو ترمنځ وه چې د « ۷ – ۳» پایلې سره میوند لوبډلې په خپلې ګتې پای ته ورسوله.

د یادو سیالیو په دوام به نن هم څلور سیالۍ ترسره شې چې « اتحاد اشترلي اوعقابان خدیر»، « طوفان مرکزاو رسالت»،« مزاري او پدیده مرکز» او څلورمه سیالي به د « رسانه‌ها اواستقلال احمد بیگ» لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د فوټسال یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ورزشکارانو څخه ملاتړ، د ځوانانو یووالی او لېرو پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي چې څو ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS